د پکتیکا ګیان ولسوالۍ زلزلې ځپلو لپاره د ۲۰۰۰ کورونو رغونه
ګیان- د تلې ۱۸مه-۱۴۰۱
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM سره په همکاري، په ګیان ولسوالۍ کې د زلزلې ځپلو لپاره د ۹۰۰ کورونو د بیارغونې او د ۱۱۰۰ کورونو د ترمیم چارې پیل کړې.
د یادونې وړ ده چې د دغو کورونو سروې مخکې بشپړه شوي او د کورونو د بیارغونې او ترمیم چارې تېره ورځ پیل شوی. او دغه لړۍ د زلزلې ځپلو سره د مرستې په موخه پیل شوي ده.
باید ووېل شي چه په تېره اونۍ کې الحاج مولوي شرف الدین مسلم د دغه وزارت مرستیال او د زلزلې ځپلو لپاره د مرستو د چارو تنظیم کمېسیون سرپرست، په دغه ولسوالۍ کې د ۵۰ کورونو د جوړولو پروسه پیل کړه او زلزلې ځپلو سره یې د ۲۰۰۰ کورونو د جوړولو ژمنه وکړه.
یو شمېر د سیمې اوسیدونکو د دغه لړۍ څخه په استقبال سره د دوام او د کورونو جوړولو د کار د چټکتیا غوښتونکي شول.