د پکتیا ولایت ګرده څېړۍ ولسوالۍ ته د ماین پاکۍ او د سروې تخنیکي ټیم ولېږدول شو

rahyab
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۲۲:۴۶
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د ګرده څېړۍ ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه د ماین پاکۍ او د سروې تخنیکي ټیم یادې ولسوالۍ ته ولېږدل شو.
ویل کېږي چې د دې سیمې په شنو سیمو کې د پام وړ چاودیدونکي توکي شتون لري چې د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی و. په همدې موخه، د ماین پاکۍ ټیمونه د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ د رئیس قاري نورالدین رستم‌خېل او د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس مولوي نثار احمد نجات، سره یوځای سیمې ته رسېدلي او د ماینونو د پاکولو عملیات یې پیل کړي دي.
د یادونې وړ ده چې دا مهال یو تخنیکي ټیم د سیمې د پاکولو په چارو بوخت دی، او ډېر ژر به نور ټیمونه هم ور ورسېږي، ترڅو دا بهیر په لنډ ممکن وخت کې بشپړ شي.

نېټه:۱۴۶۶/۹/۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۸:۲۴
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱٠٠ بیوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکټیډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت د مرکز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۸:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د یوې ویالې د استنادي دیوال د جوړوېدو کار پرانستل شو

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرمان له مخې، چې هر ولایت ته د بیړنیو وقایوي پروژو د پلي کېدو لپاره یې ۱,۰۰۰,۰۰۰ (یو میلیون) افغانۍ ځانګړې کړې دي، او دا وقایوي يروژې به له پېښو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۷:۴۹
Background image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۲ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان د پراختیایي پروګرامونو (ODPA) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .