د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اقتصادي ستونزو له امله یوې داخلې بې ځایه شوې کورنۍ ته بیړنۍ مرسته ووېشله
د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په یاد ولایت کې یوې داخلي بېځایه شوې کورنۍ ته، چې د اقتصادي ستونزو له امله د دې ولایت د وزي ځدران ولسوالۍ څخه مرکز ته بېځایه شوې وه د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیړنۍ مرسته ووېشله.
په دې لړۍ کې یادې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو اوړه او ۴ تختې کمپلې ووېشل شوې.
په پای کې، مرسته ترلاسه کوونکې کورنۍ د یاد ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه او د مرستو د ورکولو له امله یې مننه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
