د پکتيا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٩٢ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته خوراکي او غير خوراکي مرستې ووېشلې

د پکتيا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د وروستيو بارانونو او سيلابونو له امله زيانمنو او اړمنو ۹۲ کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ٥٠ کيلو غنم، ٢٥ کليو وريجې او د يونيسف سازمان یو هايجن کېټ ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/١/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره