د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳۸ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د(JCSSO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکې یې OCHA-AHF ده، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په دره ولسوالۍ کې ۷۳۸ مستحقو کورنیو ته له سروې ورسته د نغدي پیسو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲،۷۸۵ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره دوه میلیونه او پنځه پنځوس زره او درې سوه او دېرش (۲،۰۵۵،۳۳۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې په راتلونکي کې به هم د پنجشیر ولایت په نورو ولسوالیو کې مستحقو کورنیو ته د مرستو دا لړۍ دوام ولري.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره