د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټې د پریکړې او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۱۲۰ مستحقو کورنیو ته په بازارک کې له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې یوه بورۍ اوړه، یوه بورۍ وریجې، نیم کیلو چای او پنځه کیلو بوره ووېشل شوه.
نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
