د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په زمان کور سیمه کې د سیند د پاکولو کار پيل کړ

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۵۱
news image

د سیلابي لارو او د خوړونو د پاکولو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له پر بنسټ، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایتي کمېسیون د ماشینرۍ او د یاد ریاست د تیلو په کارولو سره د عنابه ولسوالۍ په زمان کور سیمه کې د سیند د پاکولو کار پيل کړ.
له پېښو سره د مبارزې د ولایتي کمېسیون د تخنیکي پلاوي د راپورونو له مخې، د اوبو د وروستۍ لوړېدو له امله د سیمې د اوسېدونکو کرنیزو حاصلاتو ته درانه زیانونه اوښتي دي او د دربند، سنگین او فراج کلیو نښلوونکې لارې د خلکو پر مخ تړل شوې وې.
سربېره پر دې زیانونو، د څو امنیتي پوستو نښلوونکې لارې هم تړل شوې وې او په دې سیمه کې د یو موټررو پل د ویجاړېدو جدي اندېښنه موجوده وه، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به دا ګواښ له منځه ولاړ شي.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سروبي ولسوالۍ کې د ۸ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له بهیر څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروبي ولسوالۍ د مسته‌چینې، فرمان، میاخېل، تنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې د (QR-09) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د المش کلي په سیمه کې ناچاوده توکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .