د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په دره او حصه اول ولسوالیو کې ۱,۴۷۴ مستحقو کورنیو ته د نغدې پیسو مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د JCSSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د OCHA-AHF دی، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په دره او حصه اول ولسوالیو کې ۱,۴۷۴ مستحقو کورنیو ته د نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، په دره ولسوالۍ کې ۷۳۸ کورنیو او په حصه اول ولسوالۍ کې ۷۳۸ کورنیو هرې یوې ته ۲,۷۶۳ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره دوه میلیونه او څلورڅلویښت زره او شپږ سوه او شل (۴,۰۷۸,۱۸۸) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې د مرستو دا لړۍ دوه ورځې وړاندې د یاد ولایت په مرکز بازارک کې تطبیق شوه، چې ۷۴۰ کورنۍ ترې برخه منې شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۲۱ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
