د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه او له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټې د پرېکړې پر بنسټ، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۰ کورنیو ته چې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، نیم کیلو تور چای، ۵ کیلو بوره، د اوبو د تصفیې تابلیت، یو جلد د روغتیایي لارښوونې معلوماتي بروشر او ۱۳ قلمه توکي لرونکی یو روغتیایي کېټ ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
