د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۴ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي توکي او نغدي پیسې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۱۹
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مشرتابه له لوري د IOM، WFP، UNICEF او سولیډیریټي مؤسسې سره د همغږۍ پر بنسټ، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو دفترونو په مالي او تخنیکي ملاتړ، هغو ۱۱۴ کورنیو ته چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې، د مسؤلینو په شتون کې د خوړو نړیوال پروګرام  له خوا هرې کورنۍ ته ۱۱,۶۰۰ افغانۍ نغدي پیسې، د کډوالۍ نړیوال سازمان له لوري هرې کورنۍ ته د پخلنځي یوه بسته، ۳ تختې کمپلې، یوه پلاستیکي فرش، ۴ سولري څراغونه او هغو ۱۴ کورنیو ته چې کورونه یې بشپړ ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته یوه خیمه هم ووېشل شوه.

همدارنګه د یونیسف مؤسسې له لوري هرې کورنۍ ته یوه روغتیایي بسته او د سولیډریټي مؤسسې له خوا هرې کورنۍ ته له ۵۴۰۰ څخه تر ۷۶۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۰۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۵۷
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴,۲۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴,۲۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او SFL موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۵۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د ۳ کیلومتره سیند لارې د پاکولو له چارو څخه څارنه وکړه 

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د جلریز ولسوالۍ په تکانې سیمه کې د تېرو سیلابونو په ترڅ کې له خټو او شګو څخه د ۳ کیلومتره ډکه شوې سیند لارې د پاکولو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۱۹
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۴ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي توکي او نغدي پیسې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مشرتابه له لوري د IOM، WFP، UNICEF او سولیډیریټي مؤسسې سره د همغږۍ پر بنسټ، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو دفترونو په مالي او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .