د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سالنګ ولسوالۍ کې د سېلابي‌لارې د پاکولو پروژه بشپړه کړه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۰:۳۴
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ او د وروستیو سېلابونو له امله د رامنځته شویو خطرونو د کمولو او د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا په موخه، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سالنګ ولسوالۍ حصه اول د کوګ‌لامې درې د ښوونځي اړوند د سرتیکچي په سیمه کې د سېلابي لارې او د سېلابونو د رسوباتو د پاکولو پروژه بشپړه کړه
.
د یادې پروژې د پلي کېدو پر مهال درې عرادې JCB ډوله اسکواټور ماشینرۍ سیمې ته واستول شوه، چې په وسیله یې د ښوونځي شاوخوا، د سېلابي لارې او د تګ راتګ پر لارو د سېلابونو پاتې شوې خټې، رسوبات او نور خنډونه پاک او لرې شول، او د خلکو پر مخ د تګ راتګ لارې بېرته عادي حالت ته راوګرځېدې.

د یادونې وړ ده، چې د سیمې اوسېدونکو د دغې پروژې له عملي کېدو څخه هرکلی وکړ او د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري د سېلابونو د رسوباتو د پر وخت پاکولو او د سېلاب‌لارې د بېرته پرانیستلو په برخه کې ترسره شوې هڅې یې وستایلې او مننه یې ترې وکړه.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۲:۴۱
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ارغستان ولسوالۍ کې د لوړ خطر لرونکو سیمو سروې وکړه

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یو تخنیکي ټیم، د ارغستان ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د اړینو وقایوي پروژو پلي کولو د اړتیاوو ارزونې په موخه د قدرتي پېښو پر وړاندې د لوړ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۲:۰
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۰ کورنیو ته روغتیایي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د COAR موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په قرغه یي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۴۲
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو د چک‌ډیم پاکولو له کار څخه څارنه وکړه

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د شین څاه تنګي په سیمه کې د اوبو د چک‌ډیم پاکولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه وکړه او د پروژې د پلي کېدو بهیر، کیفیت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .