د وقایې او خطر کمولو ریاست

موخې:

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د وقایې او خطر کمولو ریاست موخې د زیانمنو شویو وګړو د زیانونو د کچې د کمولو، د طبیعي پېښو د ګواښونو په وړاندې لکه: زلزلې، سېلاب، وچکالۍ او ځمکې شویېدنې په وړاندې د یو منظم، علمي او اوږد مهاله  چوکاټ رامنځته کول دي، دا موخې د خطرونو د لاملونو د پېژندلو، د زیانونو د ارزونې، د اړوندو بنسټونو د ظرفیت د قوي کولو، د عامه پوهاوي د زیاتولو، د ټولنې د زغم د کچې د لوړولو، د خبرداریو د سیستمونو د پراخولو او چټکولو، د ودانیو د قوي کولو لپاره د قوانینو او مقررو د په پام کې نیولو او په ملي او سیمییزو پرګرامونو کې خلک ګډون کولو ته په هڅولو سره تعقیبېږي؛ چې په پایله کې پېښو ته د ځوابوېینې په برخه کې یوه باخبره او قوي ټولنه رامنځته کېږي او انساني، اقتصادي او چاپیریالي ستونزې تر ممکنه کچې راکمېږي..
 


اساسي فعالیتونه:

1 – په پروان ولایت کې د زیانمنو شویو سیمو پېژندل، تثبیتول، مطالعه کول او څېړل.

 د وقایوي پروژو او خطر کمولو په موخه د هېواد په کچه په خطرونو د معروضو سیمو ارزول او سروې کول؛

2 – د زراعتي ځمکو، عام المنفعه تأسیساتو، د هستوګنې وړ ودانیو او د انسانانو د ژوند ژغورنې په موخه په سختو معروضو سیمو کې د خطر کمولو لپاره له پېښې څخه مخکې او وروسته د کوچنیو وقایوي پروژو تطبیقول.

3- په ۱۴۰۳ مالي کال کې په پروان، تخار، زابل، کنړ، او لغمان ولایتونو کې د ۱۸ وقایوي پروژو تطبیقول چې له هغې څخه ۶ پروژې بشپړې شوې دې او راپور یې په لاندې ډول سره وړاندې کېږي:

1. د پروان ولایت، بګرام ولسوالۍ په قره چه کلي کې د ګبیوني دیوال پروژه بشپړول.

2. د خوست ولایت، نوبهار ولسوالۍ په شهاب الدین کلي کې د ګبیوني دیوال پروژه بشپړول.

3. د کنړ ولایت، سرکانو ولسوالۍ په تانګو کمپ کلي کې د ګبیوني دیوال پروژه بشپړول.

4. د کنړ ولایت د سرکان او شیګل ولسوالو په چاه ګي او دنیایي کليو کې د استنادي دیوال پروژې بشپړول.

5. د لغمان ولایت د مرکز په ګلکاری کلي کې د ګبیوني او استنادي دیوالونو پروژې بشپړول.

6. د تخار ولایت، دشت قلعه ولسوالۍ په لایقه کلي کې د ګبیوني چکډم پروژه بشپړول.

7. په ۱۴۰۲ کال کې د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ په سیفون دره کې د کندن کاری پروژې بشپړول.

 8.  د ډبرو له ښویېدو څخه په خطر باندې د معروضو سیمو خوندي کول او د کابل ولایت په درېیمه ناحیه کې د ۹ کتلې ډبرې له منځه وړل.

9. د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند د ۴ کتلې ډبرې د له منځه وړلو پروژه.


ټول فعالیتونه:

  1. د وقایوي پروژو د تطبیقولو په موخه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ټولټال (۴۹۷۰) زیانمنې نقطې د دې ریاست په ډیټابېس کې ثبت شوې دي.
  2. د هېواد په ۸ پکتیکا، زابل، لغمان، نورستان، کنړ، تخار، بلخ او ارزګان ولایتونو کې د زیانمنو نقطو ارزونه او سروې کول.
  3. په بامیان او کنړ ولایتونو کې په رضاکارانه ډول سره د خلکو د جذبولو په موخه د پېښو په وړاندې د عامه پوهاوي پروګرامونه په لار اچول.
  4. د پروان ولایت د طبیعي پېښو لکه: زلزلې، ځمکې ښوېیدنې، واورې ښویېدنې او سېلاب په وړاندې پېژندل او د هغوی لپاره د مخابراتي او روغتیایي خدمتونو په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کول.
  5. د ډبرو د ښویېدنې او سېلابونو په وړاندې د سروبي ولسوالي زیانمنه پېژندل او د هغې تخنیکي اسناد برابرول او همدارنګه د مالي وجوه د ترلاسه کولو په موخه د هغې له نړیالو مسسو سره شریکول.
  6. د اطلاعاتو او نشراتو له محترم ریاست او امارتي ادارو سره د طبیعي او غیر طبیعي پېښو اړوند د علمي مقالو او د وقایوي لارښوود د معلوماتو په شریکولو کې همکاري کول.
  7. په تخار، لغمان، بغلان او ننګرهار ولایتونو کې له لسو زرو زیاتو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول سره د برشرونو د وېشلو او د پروګرامونو د دائیرولو په واسطه د طبیعي پېښو (سېلاب، زلزلې، اور سوځونې ...) د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي وړاندې کول.
  8. په لغمان ولایت کې د سېلابونو څخه د معروض سیمو د برآورد او اسکیج ډایزاین کول او د بلخ ولایت د ۲ ولسوالیو د آمو سیند د سواحلو له امله د زیانمنو نقطو سروې کول.
  9. د پکتیا ولایت د ګیان او برمل ولسوالیو  څخه د زلزلې د اغېزو له امله د ټپیانو، شهیدانو او د هستوګنې وړ ودانیو د تخریب، سروې، ارزونه او د هغه د ارقامو او معلومات راټولول.
  10. د کنړ ولایت د واټه پور، نورګل، خاص کنړ، غازي آباد، سرکانو او شیګل ولسوالیو کې د سېلابونو د خطر له امله د معروضو سیمو تحلیلول او څېړل.
  11. د کابل ولایت په بېلالېلو ناحیو کې د ۷۴ کتلې ډبرو مجدده سروې ترسره کول او د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ته د مالي وجوه لپاره د پشنهاد ترتیبول.
  12. په بامیان، بدخشان، کندز او بغلان ولایتونو کې د پېښو د خطرونو څخه د خبر ورکولو په موخه د آقا خان موسسې سره د کارشناسانو د عامه پوهاوي همغږي کول او په بامیان ولایت کې د دومانور تطبیقول.
  13. د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ په ۸ کلیو کې د پېښو له امله د زیانمنو نقطو تثبیت او پېژندل.
  14. د سېلابونو له خطرونو څخه د ۳۴ ولایتونو لپاره د اوبو او هوا وړاندیزول او د سېلابونو د خطرونو څخه د مخه د لازمو تدابیرو د نیولو لپاره د خبرداري وړاندې کول.
  15. د ۲۰ هنګر او د هېواد په ولایتونو کې د اداري تعمیرونو لپاره د کانسپټ نوټونو ترتیبول او د مالیې وزارت د هغې استول.
  16. د وقایوي پروژو د اسنادو د ارزونې لپاره د تخنیکي کمېټې رامنځته کول په داسې ډول سره چې د تشکیل غړي یې د ادارې د مرکزي ریاستونو څخه وي.
  17. د عالیقد امیر المئومنین حفظه الله دفتر د لارښوونې له مخې د پروان ولایت په شینواري ولسوالۍ کې د سېلاب له امله په قسمي او کلي توګه د زیانمنو شویو کورونو سروې ترسره کول.
  18. د کابل ولایت په درېیمه او اووه مه ناحیه کې په کورونو باندې د احتمالي ښویېدونکې ۲کتلې ډبرې سروې او ارزیابي ترسره کول.
  19. د تجارتي مرکزونو، تېل ټانکونو او دوکانونو د سروې په موخه له اور سوځېدنې څخه د مخنیوي د تخنیکي کمېټې رامنځته کول.
  20. د پروان ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د سیفون دره سرخ کندن کارۍ پروژه پشپړول او د هغه سستسلیمۍ او دوه یمي برآورد لپاره د پلاوي توظیفول.
  21. د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د کرنیز آبي کانال سروې او ارزونه ترسره کول او د برآورد ډیزاینول او ترتیبول او همدارنګه د پروژې جوړونې په موخه د هغه د اسنادو استول.
  22. کابل ولایت د درېیمې ناحیې اړوند د (CWSOA) موسسې په مالي ملاتړ د ۲۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د ۴ کتلې ډبرې له منځه وړل.
  23. د پکتیا ولایت په څمکني او جاني خیلو ولسوالیو کې د اړوند ادارو په همکارۍ د سیمه وار پل د جوړولو پروژه پرانیستل.
  24. د لغمان ولایت په شمت ګل کلي کې د سېلابونو او د اوبو د سطحې د لوړېدو له امله د زیانمنو شویو سیمو ارزونه او سروې ترسره کول.
  25. د کابل ښار، ۱۳ ناحیې، شهرک عبدالله انصاري شهرک په ۶۰ ګذر سیمه کې د سېلاب ارزونه او سروې ترسره کول.
  26. په پروان ولایت کې له خطرونو څخه په معروضه سیمه کې د یوې وقایوي پروژې لومړنۍ کړنې ترسره کول.
  27. د تجارتي سیمو د اور سوځېدلو پلان ترتیبول او د هغې له اړوندو ادارو سره شریکول.
  28. د هېواد له ۱۱ ولایتونو څخه د زیانمنو سیمو په اړه د معلوماتو راټولول.
  29. د هېواد په درې ولایتونو کې په سېلابونو باندې د معروضو سیمو د برآورد او اسکیج ډیزاین کول.
  30. د زابل او نورستان ولایتونو د ولسوالیو د زیانمنو نقطو تثبیت، ارزول او سروې کول.
  31. د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د موسمي اوبو د پورته کېدو د کواښ له امله سروې او ارزونې ترسره کول.
  32. د کابل ولایت د درېیمې او دوه یمې ناحیې اړوند د ۳ کتلې ډبرې ارزول او سروې کول.
  33. د پروان ولایت د شینواري غوربند ولسوالۍ په تي قلعه کلي کې د موټر د پل سروې کول.
  34. د سېلابونو په برابر د ۲ لارښوودونو ترتیبول او د ادارې په ویب سایټ باندې د هغه نشرول.
  35. د سرپل ولایت په ۱۳ سیمو کې د زیانمنو نقطو تثبیت، ارزونه او سروې کول.
  36. د هلمند ولایت په ۹ سیمو کې د زیانمنو نقطو تثبیتول، ارزول او سروې کول.
  37. د وقایوي پروژو د تطبیقولو له مخې د کابل ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې د ۷۴ زیانمنو نقطو تثبیتول او پېژندل.
  38. د اورسوځېدنې دایمي کمېټې په واسطه چې د ۱۱ وزارتونو او ادارو له غړو څخه تشکیل شوې ده په کابل ولایت کې د ۳۶۹ پمپ استیشنونو او بېل ټانکونو
    ارزول او سروې کول.

     

لاسته راوړنې:

1. د زلزلې، سېلاب، واورې ښویېدنې، اور سوځېدنې او نورو طبیعي او غیر طبیعي پېښو د خطرونو په هکله د عامه پوهاوي د کچې لوړول او په هېواد کې د مکتبونو، پوهنتونو او د نورو زده کړه ییزو ځایونو په کچه د پېښو د تلفاتو، زیانونو او خلاصون په اړه د لارښوونو ترسره کول.

2. د پروان ولایت طبیعي پېښو په اړه د زیان پېژندنې کتاب چاپول.

3. د زیانمنو سیمو له خطرونو څخه خوندي کول او د پېښو له خطرونو څخه د خلکو د مال او ځان ساتنې لپاره د وقایوي تدابیرو نیول او د هغې د زیان رسونې کمول.

4. د خطرونو په سختو معروضو سیمو کې د انسانانو، عام المنفعه تأسیساتو، د هستوګنې وړ کورونو او کرنیزو ځمکو د ساتنې په موخه د کوچنیو وقایوي پروژو تطبیقول.

5. په لاس کې د شته پروګرامونو او د پېښو د مدیریت د پلان د فعالیتونو د تطبیق په موخه له اړوندو موسسو او ادارو سره د همغږۍ رامنځته کول.

6.  د سېلابونو او نورو طبیعي پېښو د تخریباتو د مخنیوي په موخه د کوچنیو وقایوي پروژو لکه: د استنادي دیوالونو جوړول، کبیوني دیوالونه جوړول، د موټرونو د تېرېدلو لپاره د پلونو جوړول، د سېلبرونو پاکول، د سیفونو پاکول او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په خطرونو باندې د معروضو نقطو پېژندل.

7. د ډبرو د کتلو د ښویېدلو په موخه د کابل ولایت په بېلابېلو ناحیو کې د ډبرو کتلې له منځه وړل او د هغې له ښویېدلو څخه د ځایي اوسېدونکو خوندي کول.

8. د لومړنیو اقداماتو د نیولو په موخه په دقیقه توګه د ډېرو زلزله رامنځته کېدونکو سیمو پېژندل او د هغه مطالعه کول.

9. د طبیعي او غیر طبیعي پېښو په مقابل کې له ملکیتونو، هستوګنیزو کورونو، کرنیزو ځمکو او عام المنفعه تأسیساتو څخه ساتنه کول.

 

ستونزې:

1. د دې ریاست ستونزې زیاتې دې چې اساسي ستونزې یې په دې ډول دي: د  وقایوي پروژو د تطبیقولو لپاره، د کابل په بېلابېلو ناحیو کې د ډبرو د کتلو د له منځه وړلو لپاره، د عامه پوهاوي د پروګرامونو د په لار اچولو لپاره او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د دوه یمي واحدونو د ودانیو د جوړولو لپاره د کافي بودجې نه درلودل.

2. د طبیعي او غیر طبیعي پېښو د غوره مدیریت او وقایې لپاره سرچینو او وسایلو ته د لاسرسي نه درلودل.
 

وړاندیزونه:

 1 د طبیعي او غیر طبیعي پېښو د خطر د کمولو، د وقایوي پروژو د تطبیقولو او د کابل ولایت په بېلابېلو ناحیو کې د ډبرو د کتلو د له منځه وړلو په موخه، اړتیا ده چې یوه اندازه پیسې له پېښو سره د مبارزې د محترم عالي دولتي کمېسیون له لوري د دې وزارت په لاس کې ورکول شي.

2. د هېواد د ولایتونو، ولسوالیو او سیمو په کچه د طبیعي پېښو په مقابل کې د زیانمنو سیمو د سروې او ارزونې په موخه، باید اړینو سرچینو او امکاناتو دا ریاست ریاست لاس رسی ولري، ترڅو د پېښو د زیانونو لاښه مدیریت ترسره شي.

3. د پېښو د رامنځته کېدو په هکله د غوره مطالعې او څېړنې په موخه د دې ریاست لپاره د سرچینو او امکاناتو شتون اړین دی.

4. د طبیعي او غیر طبیعي پېښو په اړه د عامه پوهاوي او د مانورونو د تطبیقولو په موخه باید د دې ریاست د عامه پوهاوي ټیم ته مالي او غیر مالي سرچینې په لاس کې ورکول شي.


 

 

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .