د هنډیکیپ انټرنیشنل موسسې د لویدیځ زون په هرات ولایت کې په خپل معیاري ګدام کې پېښو ته د چمتووالي او رسېدنې ملي ادارې د خوراکي توکو د ساتنې په برخه کې د همکاري چمتووالی وښوده

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۸:۴۱
news image

کابل- د صفرالمظفر ۲-۱۴۴۶
پېښو ته د چمتووالي او رسېدنې ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي نن ماسپښین، د هنډیکیپ انټرنیشنل موسسې مشر ښاغلي یوبان مالا سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او زیانمنو ته دمرستو د موادو د رسېدنې پر څرنګوالي یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې محترم ترابي صاحب وویل: چی موږ هر هغه څوک او هره هغه موسسه چی د افغانستان د مظلومو خلکو سره مرسته کوي موږ په شفاف ډول هر نوع همکاري ورسره کوو, او ښاغلي ترابی صاحب له ښاغلي یوبان مالا څخه وغوښتل چې زموږ سره د موادو د ساتلو لپاره د ګدامونو په جوړولو کې همکاری وکړی. ښاغلی یوبان مالا ژمنه وکړه چی موږ به خپل ډونران وهڅوو چې د ګدامونو په جوړولو کې عاجله همکاري وکړي او همداراز یی ژمنه وکړه چی موږ به ستاسو د اداری خوراکي او غیرخوراکي موادو په وړیا ډول انتقالولو کې مرسته وکړو.
او په خپلو پروپوزلونو کې به د زیانمنو لپاره د خیمو برابرول هم ځای پر ځای کړو او په نورو ولایتونو کې به هم دغه ډول ګدامونه جوړ کړو.
ورته مهال د یادې موسسې عملیاتي رییس ووېل چې، موږ د لویدیځ زون په هرات ولایت کې د خوراکي مرستو د ساتنې لپاره له نړۍ والو معیارونو سره سم یو غټ ګدام لرو چې د ۱۵ خیریه بنسټونو خوراکي توکو د ساتنې ظرفیت لري او موږ کولای شو چې په دغه ګدام کې پېښو ته د چمتووالي او رسېدنې ملي ادارې خوراکي توکي هم وساتو، او همدارنګه د اړتیا په وخت کې د پېښې سیمې ته د ټرانسپورټ او توکو د انتقال مسؤلیت هم پر غاړه اخلو.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې، که چېرې استانتیاوې زیاتې شي نو لا زیاتې پروژې به پلي کړو
په پای کې دواړو لوري د همکاري او همغږي پر پیاوړي کولو ټینګار وکړ او پرېکړه وشوه چې په راتلونکو ورځو کې به د همکاري یو تړون لیک لاسلیک کړي.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سروبي ولسوالۍ کې د ۸ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له بهیر څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروبي ولسوالۍ د مسته‌چینې، فرمان، میاخېل، تنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې د (QR-09) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د المش کلي په سیمه کې ناچاوده توکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .