د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په کوه زور ولسوالۍ کې د وچکالۍ ځپلو کورنیو سروې ترسره کړه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۸:۴۵
news image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ، د یاد ولایت د کوه زور ولسوالۍ د خلکو د ژوند پر وضعیت د سختې وچکالۍ د اغېزو له امله یاد ریاست د زیانمنو کورنیو د پېژندنې او ارزونې په موخه یوه تفصیلي سروې ترسره کړه. د دې سروې موخه د زیانمنو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو معلومول او د بېړنیو مرستو د برابرولو لپاره د کره معلوماتو راټولول وو.
یاده سروې د یوې اوونۍ په موده کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د کډوالو چارو ریاست، د کرنې ریاست او د سرې میاشې د استازو په همکارۍ ترسره شوه. د سروې ټیم د کور په کور ګرځېدو له لارې د کوه زور ولسوالۍ د وچکالۍ له امله زیانمنې شوې کورنۍ وپېژندلې او د پوښتنلیکونو او مخامخ مرکو له لارې یې کره معلومات راټول کړل.
د سروې پایلې ښيي چې ۵۰۰ کورنۍ د وچکالۍ له امله له سختو زیانونو سره مخ شوې دي. د دغو کورنیو عمده ستونزې د څښاک د اوبو جدي کمښت، د کرنیزو محصولاتو او څارویو له لاسه ورکول، او د معیشتي او اقتصادي فشارونو زیاتوالی دي.
د سروې پر بنسټ، زیانمنې کورنۍ په بیړنۍ ډول د څښاک اوبو، خوړو، د څارویو د خوراکي توکو او مالي مرستو ته اړتیا لري. له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره په پام کې لري چې له خپلو شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې او د همکارو ملي او نړیوالو موسسو له لارې د بېړنیو مرستو په برابرولو سره د دې کورنیو ستونزې حل کړي او د هغوی د معیشت په بیا احیا کې مهم رول ولوبوي.

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۱ زیانمنو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په سروبي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۱:۲
Background image

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ  ریاست ۴۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA)  په همغږۍ او د IOM، WFP، UNFPA، AYSO، ADA  او INTERSOS بنسټونو په مالي ملاتړ، د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۵۷
Background image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۲۳ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .