د هرات ولایت له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ریاست د ADRA مؤسیسې په همکارۍ په انجیل ولسوالۍ بي سرپنا کورنیو ته سرپنا جوړوي
ADRA مؤسیسې
چې له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې سره تفاهم نامه لاسلیک کړه د انجیل ولسوالۍ په هغه کلیو کې چې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شوي دي، شلترونه یا سرپناوې جوړوي د انجیل ولسوالۍ په شورآبک بلوچها، قلعه نوک، جرخشک، او کوتل سفید کلي سرپناوي جوړوي.
نیټه: ۱۴۴۶/۴/۲۴ هـ ق
له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي اداره