د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٤٥٠ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د اور لګېدنې او وچکالۍ له امله ٤٥٠ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې ده، چې د مرستو په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ١ بورۍ ٥٠ کیلويي اوړه، ١ بورۍ ٢٥ کیلویي وریجې او یوه تخته کمپله ورکړل شول.
نېټه: ١٤٤٦/٧/١١
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره