د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۵ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت اړوند ۸۵ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره او نیم کیلو چای ووېشل شو.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۰۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
