د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آماګۍ ریاست ٢٠٠ اړمنو کورنیو ته غیر خوراکي ژمنۍ مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٠٠ اړمنو کورنیو ته د یاد ولایت د مسؤلینو په شتون کې، غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته دوی تختې غټې کمپلې او ٢ عدده د ماشومانو جمپرونه ورکړل شول.
د یادونې وړ ده، چې یاد شمېر کورنیو ته یادې مرستې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او درمان مؤسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې ورکړل شوې.
نېټه: ١٤٤٦/٧/١١
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره