د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته د کورونو د ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې

tamim_azimi
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۵:۳۱
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، په کوزکونړ او بهسود ولسوالیو او مرکز جلال آباد ښار کي اړوند ۹۲ کورنیو ته چې د سېلابونو له امله یې کورونه ویجاړ شوي وو د کورونو د ترمیم لپاره یاد شمېر کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د یاد ریاست او موسسې استازو په شتون کې هرې کورنۍ ته د لومړي قسط له ۱۳۷۵۰ نه تر ۲۱۰۰۰ افغانۍ او په مجموعي توګه ۱،۶۳۹،۳۰۰ افغانۍ ووېشل شوې. 
د یادونې وړ ده چې په راتلونکې کې به هم دغه ډول مرستې دوام وکړي.

نېټه:۱۴۴۶/۶/۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۵:۳۹
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۱ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ترکیه جرمني ستلپ بنسټ په مالي ملاتړ، د وروستیو سېلابونو له امله ۵۱ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته د کورونو د ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، په کوزکونړ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۵:۲۷
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۵ کاریګرو ته د کار په بدل کې نغدي پیسې ووېشلې

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اسلامیک ریلیف موسسې په مالی ملاتړ، هغو ۳۰۵ کاریګرو ته چې په ډنډی غوري ولسوالۍ کې یې د ګورګن کانال د پاکولو چارې ترسره کړې د کار له. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .