د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC موسسې په مالي ملاتړ، ۵۸ کورنیو ته چې د یاد ولایت په کوزکونړ او بهسود ولسوالیو او مرکز جلال آباد ښار کې د تېرو سېلابونو له امله یې کورونه ویجاړ شوي وو، یاد شمېر کورنیو ته د کورونو د ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د یاد ریاست او موسسې د استازو په شتون کې هرې کورنۍ ته له ۱۳،۷۵۰ نه تر ۲۱,۰۰۰ افغانۍ او په مجموع کې ۱,۰۳۵,۴۵۰ افغانۍ نغدي پیسې یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۶/۶/۱۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره