د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۲۵ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۴:۴
news image

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د VDO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت د دره نور ولسوالۍ اړوند ۴۲۵ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
 په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسوولینو په شتون کې، هرې کورنۍ  ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال او ۱ کیلو مالګه ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده، چې یاد شمېر کورنیو ته به په راتلونکې میاشت کې هم خوراکي مرستې ووېشل شي.

 نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شکین ولسوالۍ کې ۳۹۹ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د RHDO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویلوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۹:۵۸
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۷ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د یونیسیف دفتر په همغږۍ، د وروستیو بارانونو او واورو له امله د زیانمنو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۵:۲
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۳ سیلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، په رودات او شینواري ولسوالیو کې ۳۶۳ کورنیو ته، چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .