د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته هایجن کیټونه ووېشل
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډاکار موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د دره نور ولسوالۍ اړوند په بېلا بېلو کلیو کې د وروستۍ زلزلې له امله ۳۰۰ زیانمنو کورنیو ته هایجن کیټونه ووېشل.
د مرستو وېش د مسؤلینو په شتون کې ترسره شو چې هرې کورنۍ ته یو سټنډرډ هایجن کیټ او یو مصرفي هایجن کیټ ورکړل شو.
د یادونې وړ ده، چې په هایجن کېټ کې، ۱۷ کلچې د لاس مینځلو صابون، ۷ کلچې د جامو مینځلو صابون، یوه ۲۰ لیټره د اوبو بوشکه، دوه ۱۰ لیټره د اوبو بوشکې، ۱ عدد سطل، ۱ عدد تشت، ۱ لاستۍ جارو، ۱ عدد لاسي څراغ، ۱ تیکه کوټیکس، ۲ عدد د غاښونو کریم، ۷ عدد د غاښونو برسونه، ۱ عدد لوټه، ۱ عدد ناخنګیر شامل وو، او په مصرفي هایجن کیټ کې، ۳۳ کلچې د لاس مینځلو صابون، ۱۴ کلچې د جامو مینځلو صابون، ۲ عدده شامپو، ۲ عدده د غاښونو کریم، ۷ عدده د غاښونو برسونه، ۱ عدد کوټیکس شامل وو او یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شول.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د ډاکار موسسې څخه مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه چې په خپل وخت یې دوی ته رسېدنه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
