د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۰ بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست له لوري د ژغورنې نړیوالې کمېټې سره د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، ۲۲۰ بېوزله کورنیو ته د خوراکي توکو پېرلو په موخه نغدي مرستې ووېشلې.
دا مرستې چې له سروې وروسته د څلورم قسط په توګه ترسره شوې، هرې کورنۍ ۲۸۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې او په مجموع کې ۶۱۶،۰۰۰ (۶۱۶ زره) افغانۍ نغدي پیسې یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۶/۷/۱۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره