د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۹ زلزله ځپلو کورنیو ته د غیرې ‌خوراکي توکو مرستې وویشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۵:۳۷
123

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AICS مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، او د     pangea  اوSDA  مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د یاد ولایت د دره نور ولسوالۍ په مجګنډول کلي کې ۱۴۹ زلزله ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته د غیرې خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، ۹۶ کورنیو هرې کورنۍ ته ۳ متره پلاستیک ۵۰ متره رسۍ، ۴۰ کورنیو هرې یوې ته ۴ تختې یو نفري کمپلې، یو تخته دوه نفري کمپلې، ۴ د ماشومانو جاکټونو، یو د نارینه جاکټ، یو زنانه جاکټ، ۲ زنانه شالونه، ۲ د نارینه څادر،۱۲جوړې جرابې، ۴ جوړې دستکشې، ۴  د ماشومانو خولۍ، یو عدد ۱۰ کیلویي د ګاز سلنډر،۱۰ کیلو او یوه ګازي بخارۍ، ۱۳ کورنیو هرې کورنۍ ته ۱۰ کیلویی ګازډبه، ۱۰ کیلو ګاز او یوه ګازي بخارۍ ووېشل شوه.

د یادونې وړ ده، چې مرسته‌ اخیستونکو کورنیو له مرستو ترلاسه کولو وروسته خوښي څرګنده کړه او له اړوندو مسؤلینو څخه یې د دوی ستونزو ته د پر وخت رسېدنې له امله مننه وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۴:۲۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د نړیوالو او داخلي مؤسسو له استازو سره سیلاب ځپلو ته د رسیدنې په موخه غونډه وکړل

نن ورځ پنج شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د وروستیو سېلابونو له امله د بېړني غبرګون او زیانمنو کورنیو ته د چټکې رسېدنې په موخه د نړیوالو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۵۰ مستحقو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د APSSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د پنځمې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .