د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۱ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کورډاېډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د ګوشته ولسوالۍ ۱۱۱ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍکې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته د څلورم قسط ۲,۸۴۰ افغانۍ ووېشل شوې, چې تولټال ۳۱۵,۲۴۰ افغانۍنغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوي وې.
نیټه: ۱۴۴۶/۰۹/۱۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره