د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په دره نور ولسوالۍ کې ۱۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۵۴
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، په دره نور ولسوالۍ کې د زلزلې له امله ۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د ماشومانو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو، خوراکي توکو او د زیانمنو کورنیو لپاره د جامو برابرولو په موخه هرې کورنۍ ته ۹,۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال نه سوه اتیا زره (۹۸۰,۰۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
همدارنګه، له مرستو برخه منو کورنیو د دې مرستو ترلاسه کولو په پار له همکارو بنسټونو څخه مننه وکړه او د دې ډول مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه. 

نېټه:۱۴۴۷/۵/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۲:۲۱
Background image

د بغلان ولایت په مرکز کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

له پیښو سره د مبارزی آمادګۍ ملی اداری د ماین پاکۍ د انسجام او همغږی ریاست، د (0708606060) شمیری له لارې د بیړنۍ اړیکی پر بنسټ د MCPA موسسی چټک ځواب ویونکی ټیم (MCPA-QRT-01) د ماین پاکۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۵
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت اړوند د بېلابېلو طبیعي پېښو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۴ زیانمنو کورنیو ته نغدي او د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د همغږۍ له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د یاد ولایت اړوند. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .