د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په دره نور ولسوالۍ کې ۱۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، په دره نور ولسوالۍ کې د زلزلې له امله ۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د ماشومانو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو، خوراکي توکو او د زیانمنو کورنیو لپاره د جامو برابرولو په موخه هرې کورنۍ ته ۹,۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال نه سوه اتیا زره (۹۸۰,۰۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
همدارنګه، له مرستو برخه منو کورنیو د دې مرستو ترلاسه کولو په پار له همکارو بنسټونو څخه مننه وکړه او د دې ډول مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.
نېټه:۱۴۴۷/۵/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
