د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٥٩٣ بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۲۳:۳۱
NA

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د Arada موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د ګوشتی ولسوالۍ اړوند ٥٩٣ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د درېم پړاو  لياره ٢٩٤٠ افغانۍ د خوراکي توکو د پېرلو په موخه د مسؤلینو په شتون کې ووېشل شوې، چې ټولټال ١,٧٤٣,٤٢٠ ( ١ ملیون، ٧٤٣ زره او ٤٢٠ ) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې. 
د یادونې وړ ده، چې یادې مرستې د وچکالۍ له امله زیانمنو شوو کورنیو ته ورګړل شوې. 

نېټه: ۱۴۴۶/٨/١٩
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بغلان ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول 

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې د OMAR ماین پاکۍ موسسې د بېړنۍ ځواب وینې تخنیکي ټېم QRT-02، د یاد ولایت په دند غوري ولسوالۍ کې ١ کړۍ تبعې ماین، ١ حلقه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۹:۱۴
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۰مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د پکتیکا ولایت له پېښوسره د مبارزی امادګۍ ریاست، د یاد ولایت اړوند ۱۷۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو غنم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۶:۴
Background image

په سمنګان ولایت کې څلور کړۍ ماینونه کشف او خنثی کړل شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اومر ماین پاکۍ مؤسسې تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې د چټکې ځواب وینې ټیمونو په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .