د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢١٧ بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IRC موسسې په مالي ملاتړ، ٢١٧ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده، د مرستو په دې لړۍ کې د هرې کورنۍ لپاره، ٢٧٠٠ افغانۍ ځانګړې شوې وې چې د یادو مرستو دریم پړاو و او په مجموع کې ٥٨٥,٩٠٠ ( ٥٨٥ زره او ٩٠٠ ) افغانۍ ووېشل شوې.
نېټه: ١٤٤٦/٦/٢٣
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره