د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٨٠ بېوزله کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د درمان موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له یادې موسسې سره په همغږۍ، د دې ولایت د جلال آباد ښار اړوند ١٨٠ بېوزله کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې، ٢ تختې کمپلې او د ماشومانو لپاره جامې ووېشل شوې.
نېټه: ١٤٤٦/٨/٢
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره