د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٤٣ بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغونې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د سره رود ولسوالۍ اړوند ١٤٣ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د پنځم پړاو ۲,۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ٤١٤,٧٠٠ ( ٤١٤زره او ٧٠٠ ) افغانۍ، د خوراکي توکو د برابرولو په موخه د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانکړې شوي وې.
د یادونې ده، چې له دې کورنیو سره د نورو مرستو کول هم په پلان کې نیول شوې دي.
نېټه: ۱۴۴۶/۸/۲۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره