د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ادارې په تورخم پنډغالي کې کډوالو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د حاجي محمد حنیف پوپل په ملاتړ، د دې ادراې په تورخم پنډغالي کې میشتو کډوالو ته له سروې وروسته غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، میشتو کډوالو ته د سړې هوا د زیاتوالي له امله ۴۵ کمپلې ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري یاد جوړ شوی پنډغالی د راستنېدونکو کډوالو د لنډمهاله اړتیاوو د پوره کولو په موخه فعال دی، او ورته بشري مرستې وخت پر وخت پکې برابرېږي.
نېټه: ۱۴۷۷/۷/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
