د ننګرهار ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۸ زلزله ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې وویشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۰:۳۰
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DACAAR موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د دره نور ولسوالۍ په سګۍ، شوکیالي، شیرین قلعه، عمر قلعه، لمټک او شیمل کلیو کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۵۸ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
۲د مرستې په دې لړۍ کې د حفظ الصحې او استهلاکي توکو کېټونه، چې ۳۳ کلچې د ځان منځلو صابون، ۱۴ کلچې د جامو منځلو صابون، د ښځو اړتیا وړ توکي ۸ بستې، د غاښونو ۱۴ برسونه، ۴ د غاښونو کریم، لاسي کڅوړه ۱ عدد او بوتل شامپو شامل وو، او یو د حفظ الصحی موادو ستندرد بسته، چې ۱۷ کلچې د ځان منځلو صابون، ۷ کلچې د جامو منځلو صابون ۷ دانې، ۱ عدد صابون دانۍ، ۱ عدد پلاستیکي بوشکه، ۱ عدد ۱۰ لیټره پلاستیکی سطل، ۱ عدد لوټکه، ۲ تختې ۲ متره د کتان ټوکر، ۳ عدده د غاښونو برسونه، ۶ عدد د غاښونو برسونه، ۲ عدد د غاښونو کریم، ۱ لاسي جارو ۱، ۵ عدد مخ پاک، ۱ عدد پلاستیکی تشت، د روغتیا ساتنی د زده کړی توکی ۱ بسته، ۱ عدد لاسی کڅوړه، ۱ عدد لاسی څراغ، ناخن ګیر ۱ دانه، د ښځو اړتیا وړ توکي ۱۰ عدده، ۲ بوتل شامپو شامل وو، یاد شمېر هرې کورنۍ ته ووېشل شول.  
د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو ترلاسه کولو په پار له یادې موسسې او د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له مسؤلینو څخه مننه او قدرداني وکړه.

نېټه:۱۴۴۷/۴/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۵
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خاکجبار ولسوالۍ کې د کاریزونو د پاکولو او د خاورین چیک‌ډیمونو جوړولو له کار څخه څارنه وکړه

دا څارنه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست له لوري، د کابل ولایت مقام او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سالنګ ولسوالۍ په زیانمنو سیمو کې د سیلابي رسوباتو پاکولو او د محافظتي دېوالونو جوړولو کار پیل کړ

په همدې لړ کې، د باغ لالا کلي د ښوونځي لپاره د محافظتي دېوال د جوړولو پروژه د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د رئیس، سیمه‌ییزو مسوولینو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۳۱
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۵۹ زیانمنو او داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د OCHR او OHW مؤسسو په مالي ملاتړ، په ناړی، غازي آباد، ډانګام، اسمار، شلتن، شيګل، منوره، سرکاڼو، خاص کونړ، نورګل، څوکۍ، نرنګ، اسعداباد،. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .