د ننګرهار ولایت له پيښو سره دمبارزې آمادګئ ریاست له لوري په سره رود ولسوالۍ کې د بېوزلو کورنیو لپاره د IRC موسسې په مالی مرسته د خوراکي توکو د برابرولو په خاطر نغدي مرسته ترسره شوه.
په دې پروسه کې هرې یوې کورنۍ ته ۲۷۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د دې مرستې له ګټو اخیستونکو کورنیو شمېر ۲۶۰ کورنۍ و چې ۷۰۲۰۰۰ افغانۍ مرسته پرې وویشل شوه
دا مرسته د بېوزلو کورنیو لپاره دویم قسط و او د راتلونکو مرستو پلان هم شته ددې پروسې همغږي او څارنه د ننګرهار له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ریاست له خوا ترسره شوه
د دې مرستې موخه د هغو کورنیو ملاتړ دی چې د اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ له امله د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.
دا مرسته به د خوراکي توکو برابرولو په برخه کې د هغوی ستونزې راکمې کړي.
نیټه: ۱۴۴۶/۵/۱۰ هــ ق
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره