د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۳۰۰ زیانمنو کورنیو سره خوراکي او غیرخوراکي مرستې وکړې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۴:۴۷
تصویر خبر

د میدان ولایت وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د ولایت مقام په لارښوونه، د نرخ ولسوالۍ په دادل، توکرک او صد مرده حوزو کې د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلون له امله ۳۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د یاد ریاست رییس محترم مولوي فیض الله جلالي په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې، یو هایجن کېټ، یو د اوبو سطل او یو جلد د عامه پوهاوي بروشر ووېشل شول.
ورته مهال مولوي فیض الله جلالي له زیانمنو کورنیو سره خواخوږۍ وښوده او زیاته یې کړه چې مالي زیانونو ته په کتو دا مرسته بسنه نکوي، او د افغانستان اسلامي امارت تل هڅه کوي چې د هیوادوالو لپاره د لا زیاتو مرستو زمینه برابره کړي.

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۲۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۹
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۷۶۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکي یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۵:۱
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت اړوند ۳۰۰ مستحقو کورنیو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۴:۴۰
Background image

په فراه ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC مؤسسې د ماین پاکۍ تخنیکي ټیم په همکارۍ، د تېرو جګړو څخه پاتې شوي یو شمېر ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل.

په دې عملیاتو کې د پشتکوه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .