د میدان وردګ ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ریاست  له لوري د ۱۲ (دولس ) زیانمنو کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته وشوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۲۲:۲۶
news image

په میدان وردګ ولایت کې له پیښو سره د مبارزې آمادګی ملي ادارې ریاست له لوري د هغو دولس زیانمنو کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته وشوه چې د طبیعي او غیری طبیعي پیښو له امله د نوموړی ولایت په مختلفو ولسوالیو کې زیانمن شوي وې. 
په نوموړی مرسته کې یوه بوری اوړه، یوه بوری وریجې او پنځه لیټره غوړي شامل وه.
مرستې ترلاسه کونکو کسانو د یادي ریاست څخه ځانګړي مننه وکړه.

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۱۸ هــ ق
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۵:۹
Background image

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له یوې کورنۍ سره خوراکي مرستې وکړې

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، یوې زیانمنې کورنۍ ته اوړه، وریجې او ۶ لیټره غوړي ووېشل.

نېټه:۱۴۴۶/۵/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره 

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۴:۱۰
Background image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۴ زیانمنو کورنیو سره غیر خوراکي مرستې وکړې

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په ورسج ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۴ کورنیو ته له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې پروسه کې هرې کورنۍ ته ۳ تختې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۳:۱۳
Background image

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په خپل کاري دفتر کې د ایمپ نړیوالي غیر انتفاعي مؤسیسې د رئیس او مل پلاوي سره ناسته وکړه

 نن ورځ پنج شنبه له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د آیمپ نړیوالي غیر انتفاعي مؤسیسې د رئیس محمد بیلو او تخنیکي پلاوي سره وکتل.
ترابي صاحب له هرڅه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .