د میدان وردګ له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یو ګبیوني دیوال د جوړولو کار بشپړ کړ او ګټې اخیستنې ته یې وسپاره

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۹:۳۵
news

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په ګیدړخیل سیمه کې د ۵۳ متره په اوږدوالي او ٣ متره لوړوالي د ګبیونی دیوال د جوړولو چارې بشپړې کړې او د یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې یې رسماً ګټې اخستنې ته وسپاره.

د یادونې وړ ده، چې د دې ګبیوني دیوال په جوړېدو سره ګڼ شمېر هستوګنیز کورونه او سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې د سېلابونو له خطرونو څخه خوندي شوې دي.

ځایی اوسیدونکو د ګبیونې دیوال جوړولو او د هغوی ستونزو ته پر وخت د رسېدنې په پار د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له مسؤلینو څخه مننه او قدردانې وکړه او ویې ویل، چې د هغوی زیات شمیر کورونه او کرنیزې ځمکی د سیلابونو له ګواښ څخه په امن کې شوې.

نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۰۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۴:۲۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د نړیوالو او داخلي مؤسسو له استازو سره سیلاب ځپلو ته د رسیدنې په موخه غونډه وکړل

نن ورځ پنج شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د وروستیو سېلابونو له امله د بېړني غبرګون او زیانمنو کورنیو ته د چټکې رسېدنې په موخه د نړیوالو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۵۰ مستحقو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د APSSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د پنځمې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .