د ملک سلمان خیریه بنسټ؛ د بدخشان ولایت ۵۰۰ زلزله ځپلو لپاره د دغه وزارت سره خوراکي مرستې وکړې

کابل- د کب ۲۲مه-۱۴۰۱
د ملک سلمان خیریه بنسټ نن ورځ ۵۰۰ بورۍ اوړه ۴۰ کیلویي او ۵۰۰ خوراکي کڅوړې د بدخشان ولایت زلزله ځپلو ته د وېش په پار دغه وزارت ته وسپارلې.
د مرسته شویو توکو د تسلیمۍ په پروګرام کې محترم مولوي شمس الدین حقیار، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د نړیوالو اړیکو رییس ووېل: دغه وزارت د مرستندویه هېوادونو، د ملګرو ملتونو دفترونو او خیریه بنسټونو څخه د بدخشان ولایت زلزله ځپلو لپاره د مرستو غوښتنه کړې وه، چې د ملک سلمان خیریه بنسټ د غوښتنې سره سم نن ورځ د ۵۰۰ کورنیو لپاره خوراکي مرستې وکړې.
نوموړي زیاته کړه چې په دغو مرستو کې، اوړه او خوراکي کڅوړې شاملې وې چې د بدخشان ولایت زلزله ځپلو لپاره په شفاف ډول د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې دولتي کمېټې او رسنیو په شتون کې وېشل کېږي.
د یادونې وړ ده چې دغه وزارت د موسسو او نورو دولتي ادارو سره په همکاري لومړنۍ مرستې د هېواد په کچه وېشلي او د وېش لړۍ دوام لري.