د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰ روغو شویو روږدو کسانو ته د کوچنيو کاروبارونو د پیل کولو لپاره نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان ځوانانو د خدماتو مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) سازمان دی، د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰ روغو شویو روږدو کسانو ته د کوچنيو کاروبارونو د پیل کولو لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هر روغ شوي کس ته، چې پکې ۱۰ ښځو او ۱۰ نارینه وو شتون درلود، د ولایت د مرستیال والي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس او نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې یو زره درې سوه (۱۳۰۰) ډالر ووېشل شول.
همدارنګه، د مرستو ترلاسه کونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یادې مؤسسې څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې دا عمل به بیا نه تکراروي.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۲۲ ه.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ملي اداره
