د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د سيند د لارې د بدلون چارې پيل شوې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۴:۵۳
123

د لغمان ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د یاد ولایت په مرکز کې د سیند د لارې د بدلولو چارې، چې بېلابېلې سیمې یې د سیند د اوبو له جدي ګواښ سره مخ کړې وې له دقیقې سروې وروسته پیل شوې. 

د لغمان ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست محترم رئيس وويل اوس مهال په ياده سيمه کې د دې لارې د بدلون کارونه په چټکۍ سره روان دي او تمه ده، چې د سيند د لارې د بدلون چارې به په نیږدې څلورو ورځو کې بشپړې شي، چې له دې سره به ياده سیمه د سيند د اوبو له جدي ګواښ څخه خوندي شي.

د یادې لارې په بدلون سره به د دې ولایت شاوخوا ۴۰۰ کلي د سیند د اوبو له خطر څخه خوندي شي. 

د یادونې وړ ده، چې د يادو سيمو اوسېدونکو د لغمان ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست له هڅو مننه وکړه او ويې ويل چې د دغو وقايوي اقداماتو په ترسره کېدو سره به په راتلونکي کې سيمه د سيند له خطرونو څخه خوندي پاتې شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .