د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سرخکانو پنډغالي کې غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېټې او د یاد ولایت د کلیو پراختیا ریاست په همغږۍ، د دې ولایت په سرخکان پنډغالي کې میشتو کډوالو ته له سروې وروسته د ژمنۍ یخنۍ د کمولو په موخه غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، په پنډغالي کې میشتو وګړو ته ۴۰ خېمې، ۱۰۰ ترپالونه او ۵۰ کمپلې ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده، چې د یادو مرستو د وېشلو په لړ کې اړوندو مسؤلینو دا د خیر کار یاد کړ او له کډوالو سره یې د نورو مرستو د کولو ژمنه وکړه او همدارنګه یې له ملي او نړیوالو بنسټونو څخه له کډوالو سره د لا ډېرو مرستو د کولو غوښتنه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
