د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۱۵ شهیدانو ورثه او ټپیانو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په لارښوونه، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله د ۱۵ شهیدانو ورثه او ټپیانو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې د ۹ شهیدانو کورنیو هرې یوه ته ۲۰,۰۰۰ افغانۍ او ۶ ټپیانو هر یو ته ۱۰,۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ۲۴۰,۰۰۰ افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوي وې.
نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره