د قزاقستان هېواد له افغانستان سره د ۳۶ واګونونو خوراکي او غیر خوراکي مرستې وکړې

tamim_azimi
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۲۰:۶
news  image

نن ورځ پنجشنبه، د قزاقستان هېواد، ۳۶ بار وړونکي واګونه خوراکي او غیرخوراکي مرستې په افغانستان کې د پېښو له امله زیانمنو سره د مرستې او رسیدنې په موخه را ولېږلې.
د دغو مرستو د سپارلو مراسم, له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس, الحاج مولوي محمد علم عالمیار، د قزاقستان قونسل، د بلخ ولایت د مقام مرستیال، د دې ادارې د نړیوالو اړیکو رئیس، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، د بلخ ولایت د استراس سهمي شرکت رئیس، د بهرنیو چارو وزارت استازي او د دواړو هېوادونو یو شمېر دولتي لوړپوړو چارواکو او د رسنیو د استازو په شتون کې ترسره شول.
په دې مراسمو کې, الحاج مولوي محمد علم عالمیار، د مالي او اداري عمومي رئیس، د قزاقستان د بشر دوستانه مرستو څخه د مننې ترڅنګ، له نورو هېوادونو او نړیوالو موسسو څخه هم وغوښتل چې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو سره مرستې وکړي.
همداراز، د قزاقستان قونسل، د خپل هېواد د تېرو مرستو او د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د تجارتي اړیکو په اړه خبرې وکړې او د بشردوستانه مرستو د دوام ژمنه یې وکړه.
ورپسې, د بلخ ولایت د مقام مرستیال د قزاقستان له حکومت او ولس څخه د قدرداني ترڅنګ د مرستو د دوام غوښتنه وکړه، همداراز یې له ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو څخه هم وغوښتل چې د افغانستان له اړمنو سره د مرستو په برخه کې همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده, چې د قزاقستان دغه ۳۶ واګونه مرستې، چې له حیرتان بندر څخه افغانستان ته وارد شوي دي,  ۱۰۰۰ ټنه اوړه، ۱۰۰۰ لیټره غوړي، ۱۲۴۳ کیلو وریجې، ۱۰۰ بابه خیمې او ۱۰۰۰ تختې کمپلې پکې شاملې دي.

نېټه:۱۹ /۱۰ /۱۴۴۶ هــ ق
له پېښو.سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .