د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۸ ټپیانو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د خاک سفید او بالابلوک ولسوالیو په خشک آباد او امین آباد کلیو کې د ورستیو سېلابونو له امله د ۸ تنه ټپیانو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د هرټپي کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱۰،۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره اتیا زره (۸۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي پيسې ځانګړې شوې وې.
د مرستو د وېشلو په لړۍ کې، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس وویل، چې د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شویو کورنیو سره به د هر ډول مرستو ترسره کول دوام ولري.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
