د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې ۲۵۰ کیلویي بمب کشف او خنثی کړل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست، د اومر ماین پاکۍ موسسې د بېړنۍ ځواب وینې ټیم د بېړنیو پېښو (0708606060) د شمېرې له لارې د ترلاسه شوې اړیکې پر بنسټ د ماین پاکۍ د عملیاتو لپاره د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ ته ولېږدوه.
د دې عملیاتو په پایله کې د یاد ټیم لخوا یو ۲۵۰ کیلویي بمب چې د سیمې د اوسېدونکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی و، د یاد ټیم لخوا کشف، په خوندي توګه انتقال او له منځه یووړل شو.
سربېره پر دې یې، د سیمې اوسېدونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د ګواښونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام هم ترسره کړ ترڅو په راتلونکي کې د ماینونو او ناچاوده توکو له امله د احتمالي پېښو مخنیوی وشي.
نېټه: ۱۴۴۷/۲/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره