د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۹:۵۲
news image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د وروستیو سېلابونونو له امله زیانمنو او د وچکالۍ له امله زیانمنو ۸۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲ بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې او یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه ووېشل شول.
د دغو مرستو له ترلاسه کولو وروسته، یادو کورنیو له پېښو د مبارزې آمادګۍ ریاست له دوامداره پاملرنو او مرستو څخه خوښي څرګنده کړه او د اسلامي امارت په ځانګړي ډول د مرستندویه ادارو څخه یې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو د زیانمنو شویو کسانو د ملاتړ لپاره د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

نېټه:۱۴۴۷/۰۳/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۳:۱۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوړپوړي پلاوي سره وکتل 

نن ورځ سې شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د ناورینونو د مدیریت د څانګې له رئیسې، اغلې شُوکو نوډا،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۵۸
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳ زلزله ځپلو کورنیو ته خیمې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په ملاتر، د مزار شریف ښار په بېلابېلو نایحو کې د ۲۳ زلزله ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۰:۴۷
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کابل–جلال‌اباد پر لویه لاره د غرونو د ښوېېدو له خطر سره په مخ سیمو کې د خبرداري لوحې نصب کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کابل–جلال‌اباد پر لویه لاره د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .