د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۱۸ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۳۶
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARR Japan مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په زنخان ولسوالۍ کې ٤١٨ زیانمنو شویو کورنیو ته، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۵۰ کیلو اوړه، ٢٤،٥ کیلو وریجې، ٧ کیلو بوره، ٨ کیلو لوبیا، ١ کیلو شین چای، ١٠ لیټره غوړي او ١ کیلو مالګه ووېشل شوه. 
د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ آمر، محترم قاري محمد علم خبیب له زیانمنو شویو کورنیو سره د نورو هر ډول مرستو د کولو ژمنه وکړه او په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له اړوند مسؤلینو څخه مننه وکړه او هغوی ته یې د خیر دعا وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۰۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۱۸ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARR Japan مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په زنخان ولسوالۍ کې ٤١٨. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۵:۵۴
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۸ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) سازمانونو سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د همغږۍ پر بنسټ، د لغمان ولایت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د پېښو چارو د همغږۍ معین د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه څارنه وکړه او د دې ولایت له والي سره یې وکتل

تېره ورځ چهارشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یو تخنیکي، فني او مسلکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ته. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .