د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۶۹ زیانمنوو  کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۶:۳۵
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د People in Need PIN، نړیوالې موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د مالستان ولسوالۍ اړوند ۱۶۹ زیانمنو   کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې، د ٥,٣٥٥ افغانیو معادل ۷۴ امریکایي ډالر په نغدي ډول ووېشل شول، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره  ۹۰۴,٩٩٥ ( ٩٠٤ زره او ٩٩٥ ) افغانۍ ځانګړې شوې وې. 
د یادونې وړ ده، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د دې مرستو په پار د یادې موسسې او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه.

نېټه: ١٤٤٦/١١/١ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۶:۴۱
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ښځو د هوساینې او پرمختګ موسسې ترمنځ ټولټال د نولس زره او څلور سوه یو شپېته (۱۹,۴۶۱) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن ماسپښين د چهارشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي محمد علم عالميار، د ښځو د هوساینې او پرمختګ د مؤسسې له رئیس، محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۶:۲۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د هرات له والي سره وکتل

نن ورځ چهار شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هرات ولایت له والي شیخ الحدیث‌ مولوی نور احمد اسلام‌جار صاحب سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې څو کړۍ ماینونه خنثی کړل شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د AREA ماین پاکۍ موسسې د بېړنۍ ځواب وینې تخنیکي ټیم QRT-10، د یاد ولایت د ارغستان ولسوالۍ د نرغل او سلګري کلیو ترمنځ له تېرو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .