د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۶۸ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د اندړ، ده یک، زنخان او قره باغ ولسوالیو او مرکز اړوند ۱۶۸ زیانمنو او راستنېدونکو کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې، له یادې جملې۱۶۲ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره، نیم کیلو چای، ۱ عدد لاسي څراغ، ۱ عدد صندوق او همدارنګه ۶ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو غنم او ۱ عدد صندوق ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
