د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍریاست ۷۹۷ زیانمنونکو کورنیو ته نغدي او ژمنۍ مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د PIN موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې ۷۹۷ زیانمنونکو کورنیو ته نغدي او ژمنۍ مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍته ۱۴,۴۵۶ افغانۍ او له یادې جملې ۳۹۹ کورنیو هرې یوې ته ۵ تختې(یوه دوه کسیزه او 4 یو کسیزه) کمپلې هم د ۵,۵۳۳ افغانیو په ارزښت ووېشل شوې, او ټولټال ۱۱,۵۲۱,۴۳۲ (۱۱ میلیون, ۵۲۱ زره او ۴۳۲) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره په پام کې نیول شوي وې.
د یادونې وړ ده چې د مرستو ترلاسه کوونکو له یاد ریاست او موسسې څخه مننه او قدرداني وکړه
نیټه: ۱۴۴۶/۹/۰۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره